به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

دماشوم حقوق د اسلام او وضعی حقوق له نظره

سال

: 2020.12.10

ګروه ها

: حقوق و علوم سیاسی

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 56

کد فایل

: 805

مقطع

: لیسانس

 مقدمه: د اسلام سپيڅلي دين هغه کامل ، عام او شامل نظام دی چې د انسانانو د ټول ژوند اصول د ځان سره لري. د انسانانو د ژوند هيڅ يوه برخه نشته مګر دا چې اسلام کي د هغه لپاره  حکم او لارښووني وړاندي کړی وي  د اسلام ستر پيغمبر(ص) د ټولو مخلوقاتو لپاره رحمت دی. انسانان، پېريان او د ځمکې د مخ نور مخلوقات او بيا په انسانانو کې ماشومان، ځوانان او زاړه خلک که نر وي، يا ښځه په خپل رحمت کې يې رانغاړي، ځکه نو د اسلام په سپېڅلي دين کې د ټولو حقوق خوندي او محفوظ دي، چې د ماشومانو حقوق په کې ځانګړی ځای لري، اسلام د ماشومانو حقوق يو- يو بيان کړي او په دې برخه کې څرګند دستورات او لارښوونې لري. الله(ج) د هغوی د ژوند حق تضمين کړی. همدارنګه د ماشوم د ايماني، اخلاقي، جسمي، عقلي، رواني او ټولنيزې ودې په برخه کې ډيره پاملرنه شوې او له پورتنيو اړخونو څخه د هراړخ په اړه ارزښتناکې لارښوونې شوې دي. نو له همدې امله کولای شو ووايو چې د اسلام له نظره د ماشوم حقوق ډېر څرګند، بشپړ او جامع دي او دا اړينه ده چې د ټولنې ټول وګړي په فعاله توګه د هغه په پلي کېدو کې هڅه وکړي، ځکه ماشوم زموږ د ټولنې راتلونکې جوړوي او بايد متدين، روغ، فعال، زيارکښ او مينه ناک وروزل شي، ترڅو په راتلونکې کې خلک، چاپېريال او ټولنه له ستونزو سره مخ نه شي. پر همدې بنسټ په اسلام کې بشردوستۍ ته ډېر ارزښت ورکول شوی او په بشردوستۍ کې ماشوم ته ډېر احترام ورکول شوی دی. له بل پلوه ماشوم هغه څوک دی چې د ټولني د وګړو له خوا يي تر ټولو ډېر حقوق تر پښو لاندي کيږي علت يي دادی چې ماشوم د خپلو حقوقو او ازادی څخه د دفاع توان نه لري معمولا دولت ، کورنی او نور خپلوان په دې برخه کي مسؤليت لري چې د ماشوم د حقوقو څخه دفاع وکړي او تر کومه ځايه چې امکان ولري د ماشوم په مقابل کي پر ځان تکليف راولي. د نړی د هيوادو د قوانينو له مخي ماشومان تر ډېره حده د ځپلو قانوني ازاديو او حقوقو څخه بي برخي دي د بيلګي په ډول ماشوم بايد تر بالغتوب پوري د مور او پلار او يا نږدې خپلوانو تر پالني او روزني لاندي وي ځکه په ماشومتوب کي ماشوم نه شي کولای حقوقي اعمال ترسره کړي. همدارنګه ماشومان په قانوني ډول له ځينو مدني او سياسي ازاديو څخه هم بي برځي دی لکه تر اتلس کلنۍ کښته عمر کي د رايو اچولو د حق څخه محروميت چي دغه محروميتونه د يوې خوا د ماشوم پر شخصيت منفي اغيز نه لري او له بلي خوا د ټولنيزو مصلحتونو په نظر کي نيولو سره ماشوم د مدني او سياسي حقوق څخه بي برخي دی ځکه چي ماشوم د ازادي ارادې خاوند نه وي. د ماشوم د حقوقو په اړه پّه نړيواله سطح هم  څه ناڅه هڅي شوي دي چې د هغې د جملي څخه په ۱۹۵۹ ميلادي کال کي د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع له خوا د ماشوم د حقوقو  نړيواله اعلاميه تصويب شوي ده دغه اعلاميه دولتونو ته توصيه کوي چي د اعلاميي له خوا تصويب شوي حقوق بايد پلي شي چي د همدې موخي د ترسره کولو لپاره دا اعلاميه په ټولو نړيوالو ژبو ژباړل شوې او نشر شوي ده. افغانستان هم د ملګرو ملتونو د سازمان د غړي په توګه د ماشوم د حقوقو نړيواله اعلاميه  امضا کړي ده د افغانستان دولت اړ دی چې د يادو نړيوالو اسنادو څخه په پيروي سره په افغانستان کي د ماشومانو حقوقو ته خاصه توجه وکړي خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې وګړو ماشوم ته نه هغه حقوق ورکړي چې اسلام ماشوم ته ورکړي او نه يې هم هغه حقوق ورکړي چې په وضعي قوانينو او نړيوالو کنوانسيونونو کې د ماشوم لپاره وضع شوي، البته که ورکړل شوي هم وي، نو په ډېره کمه اندازه ورکول شوي دي.

.

 فهرست

سرليک  مخ

سريزه    ۱

لومړی څپرکی

کليات

لومړی بحث: د ماشوم پيژندنه ۳

لومړی جزـ په اسلامي شريعت کي د ماشوم تعريف ۳

دوهم جزـ په وضعي قوانينو کي د ماشوم تعريف ۴

درېيم جزـ په نړيوالو اسنادو کي د ماشوم تعريف ۵

دوهم بحث- د حق او مسؤليت له مخې د ماشومتوب دورې ۵

لومړی جز-  د ناپوهۍ (غيرتميز) دوره      ۶

دوهم جز- د پوهې (تميز) دوره   ۶

درېيم جز- د نوې ځوانۍ دوره     ۸

دوهم څپرکی

په اسلامي شريعت کي د ماشوم حقوق

لومړی بحث: په اسلام کي د ماشوم اساسي حقوق           ۹

لومړی جز- د ماشوم له وژلو څخه مخنيوی کول يا د ماشوم د ژوند کولو حق          ۱۱

دوهم جز- د ماشوم قبلول           ۱۳

درېيم جز- د احترام حق ۱۴

څلورم جز- د غذا حق     ۱۵

پنځم جز- د لوبو حق     ۱۷

شپږم جز- د نوم لرلو حق            ۱۸

اووم جز- ترحم او محبت ۱۹

اتم جز- د ښوونې او روزنې حق   ۲۰

نهم جز- روغتيا ته د پاملرنې حق            ۲۱

لسم جز- د مراقبت او ساتنې حق           ۲۱

يوولسم جز- د امنيت حق           ۲۳

دوولسم جز- د عدالت حق          ۲۴

دوهم بحث- د ماشوم په اړه د رسول الله(ص) ځينې ارشادات او لارښوونې ۲۴

لومړی جز- د اولاد د آسانه زېږېدو او ساتنې دعاګانې       ۲۵

دوهم جز- رسول الله(ص) به د ماشوم تر زېږېدو وروسته د ماشوم په راسته غوږ کې آذان کاوه          ۲۵

درېيم جز- رسول الله(ص) به ماشوم تر زېږېدو وروسته سمدلاسه د ميراث حقدار ګاڼه         ۲۶

څلورم جز- رسول الله(ص) به تر اولاد زېږېدو وروسته سمدلاسه د هغه صدقه فطر(سرسايه) فرض ګڼل          ۲۷

پنځم جز- رسول الله(ص) به د ماشوم پيدا کېدو په خوشحالۍ کې له دودونو او رواجونو څخه خلک منع     ۲۷

شپږم جز- رسول الله(ص) به د ماشومانو لپاره غوره نومونه ټاکل     ۲۸

اووم جز- رسول الله(ص) به د زېږون په اوومه ورځ د ماشومانو د وېښته خرېيلو او نظافت ساتلو لارښوونه کوله ۲۹

اتم جز- رسول الله(ص) به د ماشوم د ختنې (سنتولو) حکم کاوه  ۳۰

نهم جز- رسول الله(ص) به ماشومانو ته د لباس اغوستلو ادب ورزده کاوه   ۳۱

لسم جز- رسول الله(ص) به د ماشومانو د ذهن رابيدارولو او هڅولو لپاره د دوی په منځ کې ذهني مسابقې             ۳۱

يوولسم جز- رسول الله(ص) به مسابقې ګټونکو ماشومانو ته د هغوی د حوصلې لوړېدلو لپاره انعام ورکا.      ۳۲

دوولسم جز- رسول الله(ص) به هېڅکله ماشومانو ته د وهلو سزا نه ورکوله  ۳۲

درېيم څپرکی

په وضعي حقوقو کي د ماشوم حقوق

لومړی بحث- په ملي حقوقو کې د ماشوم حقوق   ۳۴

لومړی جز- د ماشوم د حقوقو په اړه د افغانستان د دولت قوانين    ۳۶

الف- د افغانستان د اساسي قانون له نظره د ماشوم حقوق            ۳۶

ب- د افغانستان د مدني قانون له نظره د ماشوم حقوق     ۳۷

ج- د افغانستان د کار د قانون له نظره د ماشوم حقوق       ۴۱

د- د افغانستان د جزايي قوانينو او د ماشومانو د سرغړونو د رسيدګۍ د قانون له نظره د ماشوم حقوق           ۴۳

دوهم جز- د ماشوم د حقوقو په اړه د افغانستان د دولت رسمي مقررې      ۴۸

دوهم بحث- په نړيوالو حقوقو کې د ماشوم حقوق ۴۹

درېيم بحث- د ماشوم حقوق او د جرم د ارتکاب په وخت کې د ماشوم د جزايي مسؤليت په اړه        ۵۳

پايله      ۵۴

مأخذونه            ۵۶

ماخذ و منابع

۱- قران کريم او صحيح البخاري، محمد بن اسماعيل البخاري.

۲- پسرلی، صيام الدين ۱۳۸۲ هـ ش، د ماشوم حقوق، لومړی چاپ، مومند خپرندوی، ننګرهار.

۳- حميد رفيط، ژباړن، دوکتورعبدالعميم ساعي احمدزي، د اولاد نيکمرغه روزنه ۱۳۸۶ هـ ش.

۴- ګلزاراحمد، ژباړن، فريداحمد هلال، د ماشوم ښوونه او روزنه، ۱۳۸۸ هـ ش.

۵- انصاف پور، غلام رضا، کامل فرهنګ فارسي، چاپ دوم، تهران، ناشر ګلشن، ۱۳۸۴ هـ ش.

۶- د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د خپرونو څخه، د بشري حقوقو ځانګړي نړيوال سندونه.

۷- د ماکس پلانک درسي کتاب د افغانستان د کورنۍ د حقوقو لپاره، دوهم چاپ، ۱۳۸۸ هـ ش، ۱۶۱ ص.

۸- کميسيون مستقل حقوق بشرافغانستان، ۱۳۸۲ هـ ش، ۳۳ ص.

۹- فضلي، عبدالکريم، د ماشوم حقوق، د عدالت حقوقي او مسلکې مجله، ۷۳ ګڼه، يوولسم کال، د عدليې وزارت د خپرونو څخه.

۱۰- حضرتي، پوهندوي غلام دستګير او پوهنمل عبدالحق، آموزش حقوق طفل، د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د خپرونو څخه کابل: ظفر مطبعه، ۱۳۸۴ هـ ش کال.

۱۱- عدالت برای اطفال، د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د خپرونو څخه کابل ۱۳۸۱ هـ ش کال.

۱۲- د افغانستان مدني قانون، د چاپ کال ۱۳۸۵، د عدليې وزارت کابل.

۱۳- د افغانستان د کار قانون، د چاپ کال ۱۳۸۵، د عدليې وزارت کابل.

۱۴- د افغانستان انتقالي اسلامي دولت، د عدليې وزارت، د افغانستان اساسي قانون، رسمي جريده، فوق العاده ګڼه ۱۳۸۸ کال د سلواغي اتمه پرله پسې ګڼه ۸۱۸.

۱۵- د منتخبو قوانينو مجموعه، د جزا قانون د تعديلونو سره، پنځم عنوان لومړی ټوک، ۱۳۹۰ کال حمل.

۱۶- د ماشومانو سرغړونو ته د رسيدګي قانون، د عدليې وزارت، رسمي جريده ۱۴۶ ګڼه، کابل: ۱۳۸۴ هـ ش.

۱۷- د محبسونو او توقيف ځايونو قانون. د عدليې وزارت. کابل افغانستان.

۱۸- د ماشومانو د حقوقو نړيوال ميثاق، ۱۹۹۰ کال دسمبر ۲۰ تصويب، د ملګروملتونو عمومي مجمع.

۱۹- حضرتي، پوهندوي غلام دستګير او پوهنمل عبدالحق، آموزش حقوق طفل، د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د خپرونو څخه کابل: ظفر مطبعه د چاپ کال ۱۳۸۲ هـ ش.

۲۰ـ امیرخان زاده ، مژګان. حقوق کودک در اسناد داخلی و بین المللی ، سایت انترنیتی مدرسه مجازی حقوق http://iranianlawschool.com             

 

 

 

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059